وحید عمر: د نجونو له زدهکړو محرومول «تاریخي جنایت» دی

د ۱۴۰۵ لمریز کال د تعلیمي کال له پیل سره، چې د حمل میاشتې په دوهمه نېټه ترسره شو، د افغانستان د پخواني جمهوریت پخواني سلاکار وحید عمر د طالبانو لهخوا د نجونو د زدهکړو د دوامداره بندیز دوام یو «تاریخي جنایت» وباله. هغه وویل، نن چې د هېواد په ښوونځیو کې د زنګ غږ پورته شوی، میلیونونه افغان نجونې یو ځل بیا د ښوونځیو او پوهنتونونو تر تړلو دروازو شاته پاتې دي.
نوموړي زیاته کړه، د نجونو د زدهکړې دروازې تړل په حقیقت کې د یوې نسل له بنسټیز حق، یعنې له زدهکړې څخه محرومول دي، چې اوږدمهاله او نه جبرانېدونکې پایلې به د افغانستان راتلونکې ته ولري. عمر ټینګار وکړ چې دا ډول اقدام د یو بشپړ نسل د ژوند د فرصتونو د لهمنځه وړلو په معنا دی.
دغه سیاسي څېره زیاته کړه، د افغانستان خلک به د طالبانو د ادارې دا پرېکړه هېڅکله هیره نه کړي. هغه وویل، د نجونو له زدهکړې سیسټماټیک محرومیت یواځې یو اداري محدودیت نه دی، بلکې د ټولنې او د هېواد د پرمختګ پر بدن ژوره ضربه ده.
سره له دې چې څو کاله د طالبانو د واکمنۍ له پيل څخه تېر شوي، خو د نجونو منځني، لوړې لیسې او پوهنتونونه لا هم په ډېرو برخو کې تړلي پاتې دي؛ دا موضوع تل له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مل ده او د طالبانو د ادارې د کړنو پر وړاندې د تر ټولو جدي نیوکو له مواردو څخه شمېرل کېږي.




