اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان بانک: د افغانی ارزښت په ۱۴۰۴ کال کې نږدې لس سلنه لوړ شوی

د افغانستان بانک ویلي چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې یې د افغانی ارزښت د امریکایي ډالر پر وړاندې ۹.۹۳ سلنه پیاوړی او ثابت ساتلی دی. دغه اداره دا شمېر د تېر مالي کال له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼي.

د دې بانک د څرګندونو له مخې، له نسبي ثبات سره د افغانی د نرخ ترڅنګ، د برېښنايي بانکدارۍ په برخه کې هم پرمختګونه شوي او ځینې ډیجټلي مالي خدمتونه پراخ شوي دي. همدارنګه افغانستان بانک په اسلامي بانکدارۍ کې د پام وړ لاسته راوړنې یادې کړې او ویلي یې دي چې په دې برخه کې هم مهم ګامونه پورته شوي دي.

دغه بانک، چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، په داسې حال کې د ملي پېسې د ارزښت له پیاوړتیا خبرې کوي چې اقتصادي شنونکي او پانګه‌وال پر مالي شفافیت، د باور جوړونې او خپلواکو راپورونو ته د منظم لاسرسي اړتیا ټینګار کوي. د دوی په باور، د ملي پېسې دوامدار ثبات روښانه مالي تګلارې، د خلکو اعتماد او له سیمه ییز او نړيوال مالي نظام سره پراخه اړیکو ته اړتیا لري.

افغانی، چې د هېواد رسمي پولي واحد دی، د اقتصاد په ثبات او د خلکو د پېرود توان په ساتلو کې مهم رول لري. د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانی ارزښت هر ډول بدلون، په بازارونو او د خلکو په ورځني ژوند مستقیم اغېز لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button