اقتصادمهم خبرونه

په کندز کې د ۱۲ ميليونه افغانیو په پانګه د پایپ تولید یوه نوې فابریکه پرانيستل شوه

په کندز ولایت کې یو پانګه‌اچوونکی د ۱۲ ميليونه افغانیو په لګښت د پایپ تولید یوه فابریکه پرانيستې ده، چې له دې لارې د ولایت شاوخوا ۶۰ کسانو ته د کار زمینه برابر شوې ده.

د دغې فابریکې مسوولین وايي، تازه جوړې شوې فابریکه هره ورځ د PVC او پلاستيکي پایپونو څلور ټنه تولیدي ظرفیت لري. دغه محصولات زیاتره د ساختماني چارو، د اوبو رسولو شبکو او نورو زیربنایي پروژو کې کارېږي.

کندز د هېواد په شمال‌ ختیځ کې له مهمو ولایتونو څخه ګڼل کېږي او د ورته فابریکو جوړښت کولای شي د صنعتي فعالیتونو په وده او د بیکارۍ په کمېدو کې اغېزمن رول ولوبوي.

په هېواد کې د کورني تولید په برخه کې پانګونه په داسې حال کې ډېره شوې ده، چې د خصوصي سکتور فعالان تل د کورنیو صنعتونو د لا زیات ملاتړ او د تولیدي فعالیتونو د دوام لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button