د ارزګان وچې مېوې پلورونکي د نړيوالو بازارونو ته د لاسرسي غوښتنه کوي

په ارزګان ولایت کې یو شمېر د وچې مېوې پلورونکي وايي، سره له دې چې سږکال د حاصلاتو اندازه ډېره شوې، د کورنيو او نړيوالو بازارونو د نشتوالي له امله د دوی د محصولاتو بیې په څرګند ډول راټیټې شوې دي.
د دغو سوداګرو په وینا، سږکال د وچې مېوې حاصل د قناعت وړ دی او زياته اندازه بازار ته وړاندې شوې؛ خو د پېرېدونکو د کموالي او نړيوالو بازارونو ته د نه لاسرسي له کبله نه دي توانېدلي خپل محصول په مناسبه بيه وپلوري.
هغوی ټینګار کوي، که د صادراتو او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي، نه يوازې د مالي زیان مخه به ونیول شي، بلکې د سيمې اقتصاد او د کروندګرو د ژوند وضعیت به هم ښه شي.
ارزګان د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې زراعتي تولیدات لري، او وچه مېوه د افغانستان له مهمو صادراتي توکو شمېرل کېږي. سره له دې، په تېرو کلونو کې د بازارموندنې او صادراتو منظم پروګرام نه دی عملي شوی چې له امله يې تولیدوونکي او سوداګر له جدي ستونزو سره مخ شوي دي؛ موضوع چې تمه کېږي د طالبانو اداره به د هغې د حل لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.




