د افغان او ایران د اعتیاد درملنې متخصصانو ترمنځ تعلیمي لیدنه وشوه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو ضد دفتر (UNODC) د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې (JICA)، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي برنامې (UNDP) او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ، یو ښوونیز پروګرام تنظیم کړی چې موخه یې د افغانستان او ایران د اعتیاد درملنې متخصصانو ترمنځ د تجربو تبادله ده.
یاد پروګرام د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د تخنیکي تجربو د تبادلې د زیاتوالي هوډ لري، او تمرکز یې د درملنې پر لارو چارو، روغتیايي خدمتونو او د اعتیاد د مخنیوي پر تدابیرو دی.
هغه افغان متخصصان چې په یاد پروګرام کې یې ګډون کړی، وايي چې د طالبانو د ادارې لهخوا د اغېزناکو برنامو د نشتوالي او محدودیتونو له امله، هڅه کوي د نړیوالو تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره د اعتیاد درملنې خدمتونه ښه کړي.
له هغه راهیسې چې طالبانو دوه کاله وړاندې پر افغانستان واکمن شوي، خلکو ته د روغتیايي خدمتونو او د اعتیاد د درملنې امکانات کم شوي، او د مخدره موادو پر وړاندې د هیواد دننه اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.




