اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو ادارې د مچيو روزنې په برخه کې پراخه پانګونه کړې

د طالبانو د کرهڼې او مالدارۍ وزارت چارواکو ويلي چې د شاتو د مچيو د روزنې په برخه کې د پام وړ پانګونه شوې او د دې له امله زرګونو افغانانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

د دغو چارواکو په وينا، افغانستان د مچيو روزنې او د شاتو د توليد لپاره مناسب طبيعي ظرفيت لري او هر کال په بېلابېلو سيمو کې زرګونه متريک ټنه شات توليديږي. دوی زياته کړې چې د هېواد متنوع اقليم او د ځينو ولايتونو نباتي پوښښ د دې صنعت د ودي لپاره غوره شرايط رامنځته کړي دي.

په تيرو څو کلونو کې د مچيو روزنه د لږ لګښت او عايد لرونکې کرهڼيزې چارې په توګه په کليوالو سيمو کې ډېره مشهوره شوې ده او ګڼ شمېر کورنۍ د همدې لارې خپل ژوند چلوي. سره له دې، کارپوهان تل ټينګار کوي چې بايد لا ډېر دوامدار ملاتړ، د کورنيو او بهرنيو بازارونو ته لاسرسی او روښانه ملاتړيز پروګرامونه موجود وي.

په داسې حال کې چې بې‌کاري او فقر د افغانستان له جدي اقتصادي ستونزو دي، تمه کېږي چې د طالبانو اداره د خپلو ژمنو د پلي کېدو او د کار د دغو فرصتونو د وېش په اړه روښانه او دقيق معلومات وړاندې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button