فایننشال ټایمز: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د خطر خبرداری

فایننشال ټایمز په یوه تازه تحلیلي راپور کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو ادارې او پاکستان ترمنځ اړیکې په بېسارې توګه ترینګلې شوې دي او دواړه خواوې د یوې پراخې جګړې تر پولو رسېدلې دي. د دې ورځپاڼې په وینا، د کړکېچ دوام کولای شي په سیمه کې د لا زیاتې بېثباتۍ لامل شي.
د راپور له مخې، وروستیو نښتو د دواړو لورو ترمنځ د سلګونو کسانو د وژل کېدو او د لسګونو زره تنو د بېځایه کېدو سبب شوی دی. دغه وضعیت د پولو د سیمو پر اوسېدونکو زیات فشار راوړي او دا اندېښنې یې ډېرې کړې چې ناامني به نورو برخو ته هم وغځېږي.
فایننشال ټایمز زیاته کړې چې د دغه وضعیت دوام کولای شي د جنوبي او مرکزي آسیا لپاره خطرناکې پایلې ولري. په دې تحلیل کې ټینګار شوی چې د بحران د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره بېړني خبرې اترې او نړیوال منځګړیتوب اړین دي.
ورځپاڼې همدارنګه د لویو نړیوالو قدرتونو، په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالاتو او چین رول د کړکېچ د راکمولو لپاره مهم بللی او غوښتي یې دي چې د جګړې د پراختیا د مخنیوي لپاره ګډې هڅې وشي. په داسې حال کې چې د طالبانو اداره تراوسه نه ده توانېدلې له خپلو ګاونډیانو سره باثباته او د وړاندوینې وړ اړیکې رامنځته کړي، د افغانستان د لا زيات انزوا او د هغې د سيمې پر امنيت د اغېز په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.




