د سپاه استخباراتي ادارې له خوا د ټرمپ د نیروګاهې ګواښ په وړاندې د «سور هدفونو بانک» اعلان

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران استخباراتي ادارې د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ له ګواښ وروسته اعلامیه خپره کړې ده. ټرمپ ګواښ کړی چې که ایران د ۴۸ ساعتونو په موده کې د هرمز تنګه پرانیزي نه، نو امریکا به د ایران د برېښنا او انرژۍ ټولې زېربناوې له منځه یوسي. د سپاه استخباراتي ادارې ویلي چې که هر ډول اقدام وشي، دوی نوي انتخابونه په پام کې لري او څرګنده یې کړې چې احتمالي ځواب به له ۴۸ ساعتونو کم وخت کې عملي کېدای شي.
د سپاه د اعلامیې له مخې، دا اداره د «سور هدفونو د ټکنالوژۍ او سياسي بانک» په نوم يو لړ حساس اهداف مشخص کړي او ټینګار یې کړی چې د هر احتمالي برید په صورت کې به چټک غبرګون وښيي.
ټرمپ نن سهار په ټولنیز شبکه «تروث سوشیال» کې خبرداری ورکړی و چې که ایران د ۴۸ ساعتونو په موده کې د هرمز تنګه د تېلو د لارو پرانستې ته پرې نه ږدي، امریکا به د دې هېواد برېښنايي زېربناوې له منځه یوسي. هرمز تنګه د نړۍ د انرژۍ د انتقال له مهمو لارو څخه ده چې اوس د ایران د وسلهوالو ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې ده.
د سپاه د استخباراتي ادارې په وينا، دوی په يوه «سیمهیزه جګړه» کې داسې اقدامات کړي چې د امریکا ځينې اډې یې خالي کړې، خپل موقعیت یې د هرمز په تنګه کې پیاوړی کړی او د انرژۍ په نړيوالو معادلو یې اغېز کړی دی.
د نړيوالو چارو کارپوهانو د ټرمپ ګواښونه د ایران پر ملکي زېربناوو، په ځانګړي ډول د برېښنايي تاسیساتو، اندېښمنونکي بللي دي. د هغوی په باور، د حیاتي زېربناوو هدف ګرځول کولای شي پراخ اقتصادي او انساني عواقب ولري او د نړيوالو بازارونو پر ثبات هم منفي اغېز وکړي.
ټرمپ له هغه وخته چې د ایران پر ضد جګړه پیل شوې، څو څو ځله اعلان کړی چې د ایران تهاجمي او دفاعي وړتیاوې یې له منځه وړې او دا جګړه یې ګټلې ده. خو ایران لا هم د خلیج د هېوادونو او د اشغال شوو سیمو په دننه کې خپلې ټاکلې موخې په نښه کوي.




