ټرمپ: که د هرمز تنګه ونه پرانیستل شي، د ايران د برېښنا زيربناوې به ووهلم

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې ايران ته يې ۴۸ ساعته وخت ورکړی تر څو د هرمز تنګه “په بشپړ ډول او بې له کوم ګواښ” پرانیزي. هغه خبرداری ورکړی که دا غوښتنه عملي نه شي، د امريکايي ځواکونو هدف به د ايران د برېښنا ځايونه وي.
ټرمپ دغه څرګندونې په خپله د ټولنيزې شبکې (تروث سوشال) پاڼه کې خپرې کړې او ليکلي يې دي که تهران اقدام ونه کړي، بریدونه به د دغه هېواد «تر ټولو لويو برېښنا فابريکو» ته متوجه وي. نوموړي له دې څرګندونو څو ساعته مخکې هم د ايران په اړه داسې ادعاوې کړې وې چې د رسنيو پراخ پاملرنه يې جلب کړې وه.
بل لور ته، د ايران د اسلامي جمهوريت چارواکو مخکې ټينګار کړی و، چې هر ډول بريد پر دغه هېواد د ملکي زيربناوو باندې به له سخت غبرګون سره مخ شي. د دوی په وينا، هر اقدام پر حياتي تاسيساتو به متقابلې پايلې ولري.
په تازه غبرګون کې، د ايران د اسلامي جمهوريت د خاتم الانبيا مرکزي قرارګاه وياند په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې که د سون توکو او انرژۍ زيربناوې هدف وګرځي، ښايي په سيمه کې ځينې د امريکا پورې اړوند تاسيسات هم تر برید لاندې راشي.
دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې مخکې له دې، د ايران وسلهوالو ځواکونو د امريکا – اسرائيلو ګډو بريدونو پر وړاندې چې د هېواد د نفتو او ګازو زيربناوې يې هدف ګرځولې وې، سخت غبرګون ښودلی و، او د ټرمپ تازه ګواښ د سيمې د جګړې معادلې لا پسې پېچلې کړې دي.




