د طالبانو اداره د بنسټیزو پروژو د بیا پیل اعلان وکړ

د طالبانو د عامه ګټو وزارت وياند وايي، د پسرلي له رارسېدو سره به د يو شمېر بنسټيزو پروژو کار، چې د تېر ژمي پر مهال درېدلی و، بيا پيل شي. د ده په وينا، دغه پروژې د يخ موسم او نامناسبو اقليمي شرايطو له امله په موقته ډول د هېواد په ځينو برخو کې بندې شوې وې.
محمد اشرف حقشناس ويلي، د دغو پروژو له ډلې د سړکونو جوړول او بيا رغونه، د رېل ليکو پراختيا او د پُلونو او پُلچکونو جوړول شامل دي. هغه زياته کړې، د دغو پروژو عملي کېدل کولای شي د ټرانسپورټي اسانتياوو په ښه کولو، د اقتصادي فعاليتونو په پياوړتيا او د خلکو د ژوند په کچه د لوړوالي کې مرسته وکړي.
د طالبانو د عامه ګټو وزارت ډاډ ورکړی چې د دغو پروژو چارې به د تخنیکي معيارونو په پام کې نيولو، د مناسب کيفيت او ټاکلي وخت په ترڅ کې بشپړې او خلکو ته سپارل شي.
خو په تېرو کلونو کې يو شمېر وګړو د بنسټيزو پروژو د کار د ځنډ او د بوديجو د لګښتونو د شفافيت نشتوالي له امله نيوکې کړې دي. کارپوهان ټينګار کوي چې اغېزمنه څارنه، شفاف راپور ورکونه او ازاد لاسرسی معلوماتو ته کولی شي د خلکو باور پر دې ډول پروژو زيات کړي.




