یونيسف: په افغانستان کې ۲.۱ ميليونه کسانو پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونيسف) مسؤل په افغانستان کې اعلان کړی چې په تېر میلادي کال کې شاوخوا ۲.۱ ميليونه کسان په بېلابېلو سيمو کې د پاکو اوبو د استفادې وړ ګرځېدلي دي؛ هغه اقدام چې د ده په وينا د ميليونونو ماشومانو او ميندو ژوند ښه کړی دی.
تاجالدين اويولي په خپل اېکس (پخوانی ټويټر) پاڼه کې ليکلي چې د دغو کسانو يوه ستره برخه ماشومان او ميندې جوړوي؛ هغه کسان چې اوس کولای شي د پاکو اوبو په موندلو سره له خپلو کورنيو ښه پالنه وکړي او د ککړو اوبو له امله د ناروغۍ خطر راکم کړي.
نوموړي ټينګار کړی چې یونيسف به په افغانستان کې د پاکو اوبو د رسولو او د بنسټيزو روغتيايي خدمتونو د پراخېدو هڅې دوام ورکړي، تر څو د هېواد لا زيات اوسېدونکي، په ځانګړي ډول د ليرې او له ستونزو سره مخ سيمو خلک، له دغو خدمتونو ګټه واخلي.
دغه څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې د طالبانو د ادارې د اقتصاد وزير، قاري دينمحمد حنيف، د يونيسف له رئيس سره د ليدنې پر مهال د دغې ادارې فعاليتونه د څښلو اوبو په برابرولو، روغتيايي خدمتونو او د خوړو په مرستو کې حياتي بللي وو. افغانستان په وروستيو کلونو کې د پاکو اوبو او روغتيايي خدمتونو د لاسرسي له جدي ننګونو سره مخ شوی او نړيوالو بنسټونو د دغو اړتياوو په پوره کولو کې مهم رول لوبولی دی.




