اقتصادمهم خبرونه

برشنا له ازبکستان سره د برېښنا د انتقال تړون تر ۲۰۲۶ کاله تمدید کړ

د برشنا شرکت اعلان کړی چې له ازبکستان نه د برېښنا پیرود تړون یې تر ۲۰۲۶ میلادي کال پورې تمدید کړی دی. د یاد شرکت په وینا، دغه تړون به د راتلونکي کال لپاره د برېښنا د دوامدار تأمین تضمین وکړي او لامل به شي چې اقتصادي وده، پانګونه او په انرژۍ برخه کې د زیربنایي پروژو پراخېدل اسانه کړي.

برشنا دا اعلان په خپل رسمي ایکس (پخوانی ټویټر) حساب کې خپور کړی او وایي چې د دغه تړون تمدید به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا د قطع کیدو مخنیوی وکړي.

سږ کال برشنا له ازبک شرکتونو سره څلور مهم نور تړونونه هم لاسلیک کړي، چې ټوله ارزښت یې ۲۴۳ میلیونه ډالر ښوول شوی. دا تړونونه د ۵۰۰ کیلوولټه سرخان–دشت‌العلوان د لیږد کرښې تمدید، د ارغندي برېښنا سټېشن پراخونه، د ۲۲۰ کیلوولټه کابل–شیخ‌مصري لیږد کرښې تمدید او د شیخ‌مصري د برېښنا سټېشن جوړول رانغاړي.

خو پر دې پروژو د پلي کېدو په برخه کې اندېښنه شته. د طالبانو تر واک لاندې اداره کې د شفافیت نشتون او د مدیریت ضعف ښيي چې دغه پروژې به له جدي ننګونو سره مخ شي. د برېښنا سکتور بنسټیز فعالیتونه قانوني نظارت، شفاف بودیجه او پراخ تخنیکي همکاریو ته اړتیا لري؛ هغه موارد چې په اوسني وضعیت کې د طالبانو له خوا اداره کېدل، له ستونزو سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button