په خوګیانو کې د ښوونځیو او ښوونکو کمښت؛ سلګونه ماشومان له زده کړو بېبرخې دي

د غزني ولایت د خوګیانو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ښوونځیو او ښوونکو د کمښت له امله سلګونه ماشومان له زدهکړو بېبرخې پاتې شوي دي. د هغوی په وینا، د کافي تعلیمي اسانتیاوو نشتوالی د ماشومانو د زدهکړو راتلونکی له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
اوسېدونکي ټینګار کوي چې په ځینو سیمو کې موجود ښوونځي د ټولو زدهکوونکو د منلو ظرفیت نه لري او د ښوونکو کمښت د زدهکړې کیفیت هم په شدّت کم کړی دی. هغوی له د طالبانو ادارې غواړي چې د دې ستونزې د حل لپاره ژر او عملي اقدام وکړي.
په همدې حال کې، د طالبانو د ادارې سیمهییزو چارواکو هم په خوګیانو کې د ښوونځیو او ښوونکو کمښت تایید کړی دی. هغوی ویلي چې د نوو ښوونکو د ګمارلو او د تعلیمي اسانتیاوو د پراخولو هڅې روانې دي.
خو اوسېدونکي وايي، دا ژمنې هغه وخت د منلو وړ دي چې په سیمو کې د پام وړ بدلونونه ولیدل شي. له زدهکړې څخه د ماشومانو محرومیت په داسې حال کې دوام لري چې تعلیم او تربيه د ماشومانو بنسټیز حق بلل کېږي او د هغه له پامه غورځول کولای شي اوږدمهاله ټولنیزې پایلې ولري.




