امنیت او پېښېمهم خبرونه

د پاکستان د پوځ هوايي برید کې په کابل کې د روږدو کسانو په شفاخانه کې ۴۰۰ کسان وژل شوي

د عامې روغتيا وزارت وياند، ډاکټر شرافت زمان، ويلي چې د پاکستان پوځ د کابل په روږدو کسانو د درملنې ځانګړې شفاخانه باندې د هوايي بريد له امله ۴۰۰ ناروغان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپيان شوي دي. د ده په وينا، د يو شمېر قربانيانو د خښتېدو مراسم ترسره شوي او د ځينو مړو جسدونه خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.

خو لا هم لسګونه مړي د کابل د طب عدلي رياست کې پراته دي چې تر اوسه نه دي پېژندل شوي او نه يې کورنۍ موندلې دي. مسؤلين وايي، د هغو کورنيو اندېښنې مخ په زياتېدو دي چې د خپلو ورکو خپلوانو د برخليک په اړه معلومات نه لري.

د عامې روغتيا وزارت وياند له هغو کورنيو غوښتنه وکړه چې د پېښې له وروسته د خپلو ناروغانو له ورکېدو خبر دي، د مړو د پېژندنې لپاره دې د کابل د طب عدلي رياست ته ورشي.

دغه پېښه پراخ غبرګونونه راپارولي، ځکه چې د نړيوالو اصولو له مخې، روغتونونه او درملنيز مرکزونه بايد له پوځي بريدونو خوندي وي. تمه کېږي چې د طالبانو اداره د روغتيايي مرکزونو د امنيت د ټينګښت او د دې پېښې د څېړنې په اړه له ولس سره لا زياتې څرګندې معلومات شريک کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button