سياستمهم خبرونه

پاکستان وايي: که بريدونه دوام وکړي، پوځي عمليات به د افغانستان دننه هم جاري وساتو

د پاکستان د صدراعظم سياسي سلاکار رانا ثناالله ويلي، اسلام‌اباد نه غواړي پر افغانستان جګړه وتپي او نه هم د هغې له خاورې کومه برخه ونیسي؛ خو که پر پاکستان بريدونه دوام ومومي، هېواد به د افغانستان دننه د مشکوکو وسلوالو پر وړاندې عمليات جاري وساتي.

نوموړي د شنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې ټينګار وکړ چې د اسلام‌اباد يوازينۍ غوښتنه له کابل څخه دا ده چې وسله‌والې ډلې ته اجازه ور نه کړي څو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بريدونو لپاره د پلان جوړونې او اجرا زمينه برابره کړي. د ده په خبره، که دا غوښتنه پوره نه شي، پاکستان به خپلې پوځي هڅې و نه دروي.

پاکستاني چارواکو څو ځله ادعا کړې چې د دغه هېواد په ښارونو او ايالتونو کې ځينې بريدونه د افغانستان له خاورې پلان کېږي؛ يوه ادعا چې د دواړو ګاونډيانو ترمنځ سياسي او امنيتي تاوتريخوالی زيات کړی دی.

بلخوا، د طالبانو اداره دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې افغانستان د پاکستان د “امنيتي ناکامۍ” مسئول نه دی. خو شنونکي باور لري چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د هرې استفادې مخنيوی د طالبانو د ادارې مسئوليت دی، او دا موضوع په وروستيو مياشتو کې د کابل او اسلام‌اباد د اړيکو اصلي محور ګرځېدلی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button