ملګرو ملتونو او يونيسف د افغانستان ماشومانو وضعيت ته سخت خبرداری ورکړی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش د نړيوال ماشوم ورځ په مناسبت خپره شوې پيغام کې د نړۍ پر ماشومانو د زياتېدونکو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې بحرانونه، فقر او نوي راولاړېدونکي ګواښونه د ماشومانو پر راتلونکې ژور اغېز لري.
ښاغلي ګوترش ویلي: “ماشومان نن سبا له فقر، بحرانونو، اقليمي آفتونو او انلاين ګواښونو سره مخ دي. هغوی د ژوند دروند بار په ډېر کم عمر کې پر اوږو وړي؛ ځینې مجبور دي جبري کارونه وکړي او ځینې نور د خپلو کورنیو د غړو پاملرنه پرغاړه لري.” هغه زياته کړې، جګړه او لوږه د ماشومانو بنيادي حقونه، چې د ژوند حق هم پکې شامل دی، له منځه وړي.
په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی تاجالدین اویوالی د افغان ماشومانو وضعیت لا زیات اندېښنهوړ بللی. هغه خبرداری ورکړی چې شدید فقر، شخړې، د اساسي خدماتو د بودجې کمښت او اقليمي بحران د افغان ماشومانو راتلونکې له ګواښ سره مخ کړې. نوموړي ټینګار وکړ: “د ماشوم حقوق یوازې یوه شعار نه دی؛ باید د عملي اقدام او واقعي پانګونې له لارې وساتل شي.”
یونیسف ويلي چې زدهکړې، ټولنیز ملاتړ او د ماشومانو غږ اوريدل، د هر ماشوم لپاره، پرته له دې چې چیرې ژوند کوي، يو اساسي حق دی.
دغه خبرداري په داسې حال کې وړاندې کېږي چې میلیونونه ماشومان، په تېره بیا نجونې، په افغانستان کې له زدهکړو بېبرخې دي او زرګونه نور په کوڅو کې په سختو کارونو بوخت دي. زهره نومې لس کلنه زدهکوونکې وايي: “د ماشوم ورځ ماته هېڅ معنا نه لري. زه غواړم ډاکتره شم، خو دا محدوديتونه مې له هيلې بېبرخه کړې.”
همداراز د بلخ يوه اوسېدونکی وايي چې د کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره اړ دی کار وکړي او مکتب ته تګ نشي کولی: “مور مې ناروغه ده، زه کار کوم څو کور ته ډوډۍ يوسم.”
په ورته وخت کې د هېواد پخواني جمهور رئیس حامد کرزي له طالبانو غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ دې هر څومره ژر د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړې. هغه ټينګار کړی چې د هېواد پرمختګ له زدهکړې او تربيې سره تړاو لري: “د نجونو او هلکانو ترمنځ هېڅ فرق نشته؛ زدهکړه د هر ماشوم مسلم حق دی.”
که څه هم نړیوال بنسټونه د جبري ودونو، خوارځواکۍ، د پاکو اوبو د کموالي او اقليمي بدلون پر ماشومانو د اغېزو په اړه پرلهپسې خبرداری ورکوي، خو د طالبانو اداره د ماشومانو د ملاتړ لپاره اړين شرايط برابرولو کې پاتې راغلې ده.
د ماشوم د حقونو کنوانسيون درې لسيزې وړاندې د ملګرو ملتونو له خوا تصویب شو، چې اوس له ۱۹۰ زيات هېوادونه يې غړيتوب لري. افغانستان هم په ۱۹۹۴ کال کې دغه کنوانسيون ته یوځای شوی و او ژمنه يې کړې وه چې د ماشومانو حقونه به رعایتوي او د هغوی د وضعیت په اړه به منظم راپور ورکوي، خو دا ژمنې اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې تر ډېره هېرې شوې دي.




