سياستمهم خبرونه

د طالبانو د ادارې هڅه د بهرنۍ انزوا د پای ته رسولو لپاره

تېر لمریز کال د طالبانو د ادارې لپاره په بهرنیو اړیکو کې د نړیوالې انزوا د کمولو او له سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د زیات تعامل کال بلل شوی دی. کابل هڅه کړې چې د سیمه ییزو غونډو په زیات ګډون، د دیپلوماتیکو سفرونو په پراخېدو او له یو شمېر هېوادونو سره د اړیکو په پیاوړتیا سره خپل ځای په نړیوالو معادلو کې له سره تعریف کړي.

په دې موده کې د طالبانو د ادارې استازو په څو سیمه ییزو غونډو کې ګډون کړی او له بېلابېلو هېوادونو د چارواکو سره یې لیدنې لرلې دي. دغه خوځښتونه د یوه داسې تګلارې برخه بلل کېږي چې موخه یې د سیاسي فشارونو کمول او له نړۍ سره د نوو اړیکو د کانالونو پرانیستل دي.

سره له دې هڅو، د طالبانو اداره لا هم د ډېرو هېوادونو لخوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې او سیاسي او حقوقي محدودیتونه یې لا پر ځای دي. د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې دوامدارې اندېښنې د افغانستان د بهرنیو اړیکو د عادي کېدو په لاره کې یو له مهمو خنډونو څخه ګڼل کېږي.

کارپوهان باور لري چې د دې تګلارې بریالیتوب د عملي اقدامونو او په کورنیو سیاستونو کې د محسوس بدلونونو پورې تړلی دی؛ هغه موضوعات چې کېدای شي د نړیوالې ټولنې د تعامل په کچه له کابل سره مستقیم اغېز ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button