مهم خبرونهنړیوال

ترکیې د اسرائيلو د بريدونو په سخته غندنه کړې ده

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائيلو د پوځ هغه بریدونه په کلکه غندلي چې د سوریې په سویلي سیمو کې د نظامي تاسیساتو پر وړاندې ترسره شوي دي. دغه وزارت ویلي، دا ډول کړنې د سیمې د کړکېچ د زیاتېدو لامل کېږي او د نړیوالو قوانینو، د سوریې حاکمیت او ارضي تمامیت ښکاره نقض دی.

په اعلامیه کې چې د جمعې په شپه خپره شوې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې ډول بریدونو د دوام د مخنیوي لپاره خپله مسوولیت ترسره کړي. وزارت ټینګار کړی چې د دې اقداماتو دوام کولی شي د سیمې ثبات له نوو ستونزو سره مخامخ کړي.

انقرې همدارنګه د ۱۹۷۴ کال د جګړې د بندیز موافقې د پلي کېدو پر اهمیت ټینګار کړی، هغه تړون چې د عربو او اسرائيلو د جګړې له پای وروسته تصویب شو او په جولان سیمه کې د اوربند او د ځواکونو د جلا ساتلو لپاره د ملګرو ملتونو د څارونکو (اندوف) تر څار لاندې عملي کېږي.

په بل ځای کې د اعلامیې له مخې، ترکیه د سوریې د حاکمیت او ارضي تمامیت پر بنسټ له دغه هېواد د حکومت او خلکو سره د دوامدار ثبات او امنیت د تامین په موخه خپلې همدردۍ ته دوام ورکوي.

بل لور ته د اسرائيلو پوځ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د سوریې د دولت پورې تړلې یوه اډه یې د دغه هېواد په سوېلي سیمه السویداء کې په نښه کړې ده. د اسرائيلي چارواکو په وینا، دا برید د هغو ډروز وګړو د هدف ګرځېدو په غبرګون کې شوی چې په همدې سیمه کې اوسیږي.

یسرائیل کاتز، د اسرائيلو د دفاع وزیر، هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغه دا برید د خپل هېواد له صدراعظم سره یوځای امر کړی دی. نوموړي ټینګار کړی چې دا اقدام د هغه څه په غبرګون کې شوی چې ده یې «د ډروزو پر وړاندې ګواښ» بللی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button