مهم خبرونهنړیوال

د اسرايیل د جګړې له پیلېدو راهیسې د ټپیانو تازه شمېر اعلان شو

د اسرايیل د روغتيا وزارت اعلان کړی چې له ايران سره د جګړې له پیل راهيسې تر اوسه ۴ زره او ۹۹ کسان ټپيان شوي دي. دا شمېر څرګندوي چې د دغه هېواد روغتيايي مرکزونه لا هم له سخت فشار سره مخ دي.

د الجزيرې د راپور له مخې، دا مهال ۸۰ تنه ټپيان په روغتونونو او نورو درملیزو مرکزونو کې بستر دي او د طبي پاملرنې لاندې دي.

ياد وزارت زياته کړې چې د بستر شويو کسانو له ډلې د ۲۰ کسانو روغتيايي حالت نازک يا منځنی بلل شوی دی.

د يو شمېر ټپیانو بستر پاتې کېدل دا څرګندوي چې د جګړې له پيلېدو وروسته هم د اسرايیل د روغتيا نظام لا هم د جګړې له مستقيمو اغیزو سره مخامخ دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button