د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

بریتانیا د له اوو زرو سېو افغانانو د برخلیک په اړه بې‌خبره ده

د بريتانيا د يوې رسمي څېړنې له مخې، د دغه هېواد چارواکي نه پوهيږي چې هغه له اوو زرو زيات افغانان چې د بيا ميشتېدو د پروګرام له مخې بريتانيا ته لېږدول شوي، اوس چېرته مېشت دي. د بريتانيا د ملي حسابرسۍ ادارې په راپور کې ويل شوي، له شاوخوا ۳۸ زرو افغانانو څخه چې تېر پنځه کلونو کې دغه هېواد ته انتقال شوي، د نږدې يو پر څلورم د استوګنې ځای معلوم نه دی. په راپور کې زياته شوې ده چې يو شمېر کسانو له راتګ وروسته د خپل استوګن ځای په اړه پخپله پرېکړه کړې يا يې هغه هوټلونه پرې ايښي، چې د موقتي استوګن ځای په توګه ورته برابر شوي وو، پرته له دې چې نوی پته ورکړي.

د افغانانو د بيا ميشتېدو ستر پروګرام د ۲۰۲۱ کال د سياسي بدلونونو او د طالبانو د بيا واکمنېدو وروسته پيل شو، هغه بدلونونه چې زرګونه کسان يې اړ کړل هېواد پرېږدي. خو نوی راپور ښيي چې د ياد پروګرام د عملي کولو او د مېشت شوو افغانانو د څارنې او تعقيب چارې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د ملي حسابرسۍ اداره وايي، د دې پروګرام اقتصادي لګښتونه تر اوسه شاوخوا ۵.۷ ميليارده پونډه اټکل شوي، چې دا پيسې د ماليات ورکوونکو له بودجې ورکول کېږي. سره له دې چې د نويو راتلونکو شمېر کم شوی، د پروګرام لګښتونه ۱۵ سلنه زيات شوي دي.

د پلان له مخې، د افغانانو د لېږد او اسكان بهير به تر ۲۰۳۳ کال پورې دوام وکړي، او په ټوليز ډول به شاوخوا ۴۸ زره افغانان د دې پروګرام له لارې بريتانيا ته انتقال شي. دا هم څرګنده نه ده چې د مېشت شوو افغانانو د څارنې او تعقيب څرنګوالی به څنګه عملي کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button