د درملو د وارداتو بندېدو اندېښنې؛ د روغتيايي بازار پر وضعيت اغېز

د هېواد د روغتيا سکتور په ۱۴۰۴ کال کې د درملو د تامين په برخه کې له بېساري بدلون سره مخ شو؛ هغه بدلون چې له مخې يې د ماليې وزارت ته لارښوونه شوې، څو د درې مياشتو په موده کې له پاکستانه د درملو واردات ودرول شي.
دغه پرېکړه د هېواد د درمل جوړونې په برخه کې يوه مهمه او ستره بدلون بلل کېږي او کولای شي د درملو پر بازار او د روغتيايي اړتیاوو د تامين پر بهير مستقيم اغېز ولري. په تېرو کلونو کې پاکستان افغانستان ته د درملو له اصلي سرچينو څخه ګڼل کېده.
تر اوسه د دې پرېکړې د دلايلو او د درملو د بديلو د تامين څرنګوالي په اړه ډېر جزئيات روښانه شوي نه دي، خو د روغتيايي چارو کارپوهان ټينګار کوي چې د درملو د تامين په زنځير کې هر ډول بدلون بايد په داسې توګه مديريت شي چې د هېوادوال د دوامدار روغتيايي خدمتونو لاسرسي خوندي کړي او د روغتونونو او درملتونونو د کموالي مخه ونيسي.




