مهم خبرونهنړیوال

اسرائيل د جنوبي سوريې يو ځای چې د جولاني رژيم پورې تړاو لري، په نښه کړی

د اسرائيل پوځ اعلان کړی چې د سوريې په جنوب کې يې يو مرکز چې د جولاني رژيم پورې تړاو لري، هدف ګرځولی دی. د اسرائيلي پوځ په وينا، دا بريد د السويداء ولایت کې د دروزيانو د هدف کېدو په غبرګون کې ترسره شوی دی.

د الجزيرې د راپور له مخې، د اسرائيل پوځ په يوه اعلاميه کې تاييد کړې چې دا بريد د السويداء وروستيو پېښو وروسته ترسره شوی دی. تر اوسه د دې بريد د تلفاتو يا مالي زيانونو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

السويداء هغه سيمه ده چې زياتره اوسېدونکي يې دروزيان دي او په وروستيو مياشتو کې د تاوتريخوالو او نښتو شاهد پاتې شوې ده. په همدې حال کې، د جولاني رژيم تر اوسه د اسرائيلو د پرله‌پسې بريدونو په وړاندې، حتې په رسمي څرګندونو کې هم، هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button