مهم خبرونهنړیوال
د نتانياهو خبري غونډه د خطر زنګونو له امله نيمګړې پاتې شوه

د اسرائيل د لومړي وزير، بنيامين نتانياهو خبري غونډه له هغه وروسته ودرول شوه چې د راکټونو د توغولو له امله د خطر زنګونه فعال شول. دا غونډه په يو پياوړي زيرزميني پناهځای کې ترسره کېده.
د راپورونو له مخې، د دې غونډې پر مهال په ځينو سيمو کې د امنيتي خبرداري زنګونه واورېدل شول چې له امله يې غونډه سمدستي ودرول شوه. د ايرنا خبري آژانس د معلوماتو له مخې، دا وضعيت د هغو راکټونو د توغولو له امله رامنځته شوی چې له ايران او حزبالله سره تړاو لري.
تر اوسه پورې د احتمالي زيانونو او تلفاتو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي. د اسرائيل چارواکو تر دې دمه د دې غونډې د بيا پيلېدو يا د نوې نېټې په اړه کوم تازه معلومات نه دي ورکړي.




