کیم جونګ اون د پوځ د ګډو پیاده او ټانکونو مانور وڅاراوه

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د خپرو شوو انځورونو له مخې ویلي چې د دغه هېواد مشر کیم جونګ اون له خپلې لور سره د پوځ د یوې ګډې تکتیکي مانور نندارې ته ورغلی او د پیاده او ټانکونو د قطعو تمرینونه یې له نږدې څارلي دي. دا تمرینونه د پوځ په یوه تعلیمي اډه کې ترسره شوي دي.
د شمالي کوریا د رسمي خبري آژانس د راپور له مخې، د دې مانور موخه د ټانکونو د عملې د جګړې واقعي وړتیا ارزونه، د ځواکونو د همغږۍ اندازه کول په جګړهییز ډګر کې او د بېلابېلو تکتیکي ماموریتونو اجرا وه. په راپور کې ویل شوي چې ټاکل شوي هدفونه د تمرینونو پر مهال ترلاسه شوي دي.
کیم جونګ اون د دې لیدنې پر مهال ټینګار کړی چې پوځ باید د روزنې او جګړې تمرینونه لا فشرده او فعال تنظیم کړي څو ځواکونه وکولای شي په هر ډول شرایطو کې خپلې سپارل شوې دندې په چټکۍ او دقیقه توګه ترسره کړي.
دا مانور داسې مهال ترسره شوې چې د کوریا په ټاپووزمه کې ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي. دا وضعیت د امریکا متحده ایالاتو او سویلي کوریا د ګډو نظامي تمرینونو له پیل سره سم رامنځته شوی. دا تمرینونه د مارچ په نهمه نېټه پیل شوي او د مارچ تر نولسمې دوام لري، یو داسې اقدام چې تل د پیونګیانګ له تند غبرګون سره مل وي.




