مهم خبرونهمهم سرلیکنظرونه

د ایران او امريکا ترمنځ روانه جګړه: د ټرمپ شاتګ او د سيمې د ځواک توازن بدلون

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له انرژۍ پر زيربناوو له بريد څخه د شاتګ پرېکړه وکړه او اعلان يې وکړ چې دا ډول پېښه به بيا تکرار نه‌شي. دا کار يوازې يو تاکتيکي انتخاب نه‌دی، بلکې د ده د لومړنيو محاسبو د ناکامۍ يو عملي اعتراف بلل کېږي.

هغه سره کرښه چې د ايران د شاتګ د مجبورولو لپاره ټاکل شوې وه، اوس په داسې کرښه بدله شوې چې پخپله امريکا د هغې د نږدې کېدو جرئت نه لري.

په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې مې په يوه يادونه کې چې «د لېوني سړي تګلاره» نومېده، ويلي وو چې ټرمپ او نتنياهو له همدې تاکتيک سره ميدان ته ننوتلي، څو ايران وډاروي، خو اوس دوی پخپله د ايران د ورته سياستونو پر وړاندې ولاړ دي او ښکاري چې سخت پرېشانه شوي دي. د جګړې په ډګر کې څه چې وشول، د دوی له اټکل برعکس وو.

د ميدان واقعي حالت له هغه څه سره توپير لري چې رسنۍ يې بيانوي؛ ايران نه يوازې په کمزوري حالت کې نه دی، بلکې د لوبې قواعد يې بدل کړي دي.

په نامتقارنه جګړه کې بريا د دواړو لورو د ټويټونو او خبري غونډو له لارې نه تعيينېږي، بل هغه اړخ بريا ترلاسه کوي چې د ميدان په عمل کې پر مخالف لوري زيات لګښت وتپي، او تر اوسه دا ايران دی چې پر مقابل لوري يې زياته بيه ور تحمیل کړې ده.

امريکا او اسرائيل دا فکر کاوه چې له يو محدود بريد سره به معادله په خپله ګټه ټينګه کړي، خو اوس له داسې وضعيت سره مخ دي چې هر بل ګام يې له پخوا ډېر ګران او پرخطره دی. دا هغه ځای دی چې د دوی ستراتيژيکه تېروتنه څرګندوي — د يوې لوبې پيل چې پرې وتل تر ننوتو ډېر ستونزمن دي.

د سيمې په اډو کې د ميلياردونو ډالرو پوځي تجهيزاتو له لاسه ورکول امريکا ته دومره مهم نه دي لکه د هغې د هژمونۍ اصلي ستنې (يعنې د امريکا د مخنيوي باور) نسکورېدل.

که دا باور له منځه ولاړ شي، د امريکا ټوله د ختيځې اسيا امنيتي جوړښت به تر پوښتنې لاندې راشي او ښايي عربي هېوادونه نور د ټرمپ د پيسو سرچينې پاتې نه شي.

په همدې موده کې، د هرمز تنګه د جګړې يو مهم عامل ګرځېدلی دی.

هر ډول تاوتريخوالی په دې د انرژۍ تنګه کې، سمدستي نړيوال بازارونه له شوکې سره مخ کوي. دا پدې معنا ده چې جګړه نور يوازې د سيمې جغرافيه نه ده، بلکې د نړيوال اقتصاد مسئله ګرځېدلې، او دا هغه ټکی دی چې د ايران موقف پياوړی کوي.

د بازار غبرګون د جګړې بدلونونو ته تل يو مهم فکتور بلل کېږي چې ښيي کوم اړخ د جګړې ميدان ښه مديريتوي.

د انرژۍ د بيې لوړېدل او د امريکا او اسرائيلو بې‌وسۍ د مهارولو په برخه کې څرګندوي چې د امريکا دوديزې د بحران کنټرول وسيلې نور پخوانی اغېز نه لري.

دلته موضوع يوازې پوځي نه ده؛ دا د اقتصاد، امنيت او نړيوال سیاست يو پېچلی زنځير دی چې حتی کولای شي د ايران د تېلو د پېرلو د بنديز د لېرې کولو انتخاب بې‌اغېزې کړي.

جوته ده چې ايران هم په دې سيالۍ کې له لګښت پرته نه دی، خو بنسټيز توپير دا دی چې دا تقابل نه ايران شاته وړي، بلکې ورو ورو د ده لاس پر مقابل لوري د فشار د زياتولو لپاره خلاصوي، د هغو لسګونو هېوادونو له لارې چې د مالي بازار د بې‌ثباتۍ له امله اغېزمن کېږي.

د نړۍ شتمن هېوادونه او اقتصادي ځواکونه به نه د ايران د ملاتړ لپاره، بلکې د خپلې ژغورنې لپاره امريکا او اسرائيلو ته فشار راوړي څو جګړه ودروي، او دا په عملي ډول د ايران له لوري د نوې سيمه‌ييزې نظم د منلو معنا لري.

د روانې جګړې دوام د امريکا د موقف لپاره په سيمه کې يوه ورو خو ژوره فرساینده وضعه رامنځته کوي، چې بې له شکه د نوي ځواک د قطبونو د جوړېدو لامل به شي.

که ايران وکولای شي په هرمز او البته په باب المندب تنګو کې د انرژۍ حياتي لارې تر خپل کنټرول لاندې وساتي، نو ويلای شو چې د ځواک په توازن کې واقعي بدلون روان دی.

ايران غواړي چې د امريکا شتون په سيمه کې پای ته ورسېږي، او که وتوانېږي د امريکا د شتون کمېدنه د انرژۍ د لارو د امنيت د تأمين په بدل کې ټينګه کړي، دا به معنا ولري چې ايران د خپل غوښتل شوي نوي نظم په ټينګښت کې بريالی شوی او د لويو قدرتونو په کلب کې د داخلېدو لار يې هواره کړې ده.

اوسني نښې دا ښيي چې د جګړې معادلې تر ډېره د ايران پر ضد نه دي، بلکې د امريکا او اسرائيلو په زيان بدلېږي.

سيد احمد موسوي مبلغ

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button