مهم خبرونهنړیوال
نتنياهو د امنيتي اندېښنو له امله خپله وينا د پټ ځمکني ځای نه وکړه

رسنيو راپور ورکړی چې د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نتنياهو د امنيتي اندېښنو او د ممکنه توغنديزو بريدونو له امله خپله وروستۍ وينا په يوه خوندي ځمکني پوړ کې ترسره کړې ده.
الجزيرې شبکې د رپوټونو په حواله ويلي دي چې دا اقدام د نويو توغنديو د احتمالي بريدونو د وېرې له امله ترسره شوی دی. د دغو سرچينو په وينا، د وينا ځای داسې ټاکل شوی و چې د امنيت له پلوه زيات خونديتوب ولري.
په وروستيو مياشتو کې د سيمې کړکېچ زيات شوی او د اسرائيلو چارواکو څو ځله د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. خو د ګواښ د کچې يا احتمالي وخت په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
تر اوسه د اسرائيلو رسمي مقاماتو د دې وينا د ځای په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.




