مهم خبرونهنړیوال

د ايران د هوايي دفاع له‌خوا د امريکايي اېف-۳۵ جټ هدف ګرځېدنه

رپوټونه وايي چې د امريکا يو رادار نه ښکاره کېدونکی اېف-۳۵ جنګي الوتکه د ايران د هوايي دفاع تر بريد وروسته، د لوېديځې آسيا په يوه امريکايي پوځي اډه کې بيړنۍ ناسته کړې ده. د باوري سرچينو په وينا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې الوتکه د ايران د فضا پر سر د يوې ځانګړې دندې پر مهال پرواز کاوه.

د سي‌اېن‌اېن د ټلوېزيون شبکې د دوو باخبرو سرچينو له قوله راپور ورکړی چې دغه جنګي الوتکه له هدف ګرځېدو وروسته هم وتوانېده چې خوندي ناسته وکړي. د احتمالي زيانونو يا د الوتکې د عملې د وضعيت په اړه نور جزييات نه دي خپاره شوي.

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) وياند هاوکينز د دې پېښې د رامنځته کېدو پخلی کړی او ويلي یې دي چې دا د پنځم نسل پرمختللې جنګي الوتکه د ايران د فضا پر سر د يوې “جګړه‌ييزې دندې” په ترڅ کې وه، خو وروسته اړ شوې چې بيړنۍ ناسته وکړي.

سنتکام زياته کړې چې د پېښې د کره لامل د معلومېدو لپاره پلټنې روانې دي. تر اوسه د ايران چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button