دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

افغانستان يو ځل بيا د نړې تر ټولو ناخوښ هېواد وپيژندل شو؛ د ښځو د ژوند رضايت تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی

د «نړيوالې خوښۍ کلنی راپور» ښيي چې افغانستان يو ځل بيا د نړۍ د تر ټولو ناخوښ هېواد په توګه نومول شوی او د ښځو د ژوند رضايت منځنی نمره يوازې ۱.۲ له لسو څخه ده. په همدې حال کې، فنلنډ د نهم پرله‌پسې کال لپاره د نړۍ د تر ټولو خوښ هېوادونو په سر کې ځای لري.

ياد راپور د ګالوپ نړیوالې سروې او له ۱۴۷ هېوادونو زياتو اوسېدونکو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی. د هېوادونو ارزونه د ژوند د کیفیت، اقتصادي وضعيت، د ژوند هیله، د آزادۍ احساس، ټولنیز باور، عدالت او پر حکومت د باور شاخصونو له مخې ترسره شوې ده.

په دافغانستان اړوند برخه کې راپور څرګندوي چې دغه هېواد له ۲۰۱۳ کال راهيسې د خوښۍ په شاخصونو کې د کمېدو له بهير سره مخ دی. د افغانستان وګړي د مثبتو احساساتو تر ټولو کمه اندازه تجربه کوي او دا هېواد د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې دی چې منفي احساسات پکې تر ټولو زيات دي.

د راپور له مخې، د ښځو وضعيت له نورو په څرګند ډول سخت ښودل شوی. د ښځو د ژوند رضايت تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی او راپور ټينګار کوي چې د افغانستان د ښځو لپاره ژوند «ډېر ستونزمن» دی. دا ارزونه په داسې حال کې خپرېږي چې د طالبانو اداره لا هم د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنيز ګډون پراخ محدوديتونه لګولي؛ هغه محدوديتونه چې نړيوالو بنسټونو څو ځله پر رواني او ټولنيزو اغېزو يې خبرداری ورکړی دی.

د جدول په بله برخه کې فنلنډ د لسو له امتیازونو څخه د ۷.۷ په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ساتلی. آيسلنډ، ډنمارک او کاستريکا د ورته نمراتو سره په راتلونکو مقامونو کې دي. د کاستريکا څلورم مقام د لاتينی امريکا لپاره تر ټولو غوره درجه بلل شوې.

د شمالي اروپا هېوادونه لا هم د خوښ هېوادونو په سر کې دي، او سویدن، ناروی، هالند، اسراییل، لوکزامبورګ او سویس په لسو خوښو هېوادونو کې حسابېږي. په مقابل کې، له افغانستان وروسته، سیرالیون د ۳.۲ نمرو سره دويم ناخوښ هېواد دی؛ بوتسوانا، زیمبابوې، مالاوي او سیرالیون د جدول په وروستیو پنځو هېوادونو کې راغلي.

د راپور له مخې، پرته له افغانستان څخه هېڅ بل هېواد درې نه کم نمرې نه دي ترلاسه کړي. د امريکا متحد ايالات په ۲۳مه درجه کې ځای لري، چې دا د شاوخوا يوې لسيزې وړاندې د ۲۰م مقام په نسبت ټيټ شوی دی.

راپور د ګالوپ موسسې، د اکسفورډ د روغتيايي څېړنو مرکز، د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ د حل‌لارو شبکې او د راپور د اديبانو د بورډ په همکارۍ چمتو او خپور شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button