امنیت او پېښېدوهم سرلیکمهم خبرونه

د یوناما استازې په کابل کې د پاکستان د هوايي برید ټپیان وکتل

جورجیت ګانیون، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوې ماموریت (یوناما) سرپرسته ده، نن په کابل کې د ایمرجنسي روغتون څخه لیدنه وکړه او د هغو ټپیانو پوښتنه یې وکړه چې د پاکستان د پوځي رژیم له خوا په ترسره شوي هوايي برید کې ټپیان شوي دي. دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوه چې سرچینې د ملکي کسانو د پراخو تلفاتو راپورونه ورکوي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د پوځي رژیم د هوايي بریدونو په نتیجه کې د کابل د معتادینو پر درملیز مرکز باندې تر ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي او له ۲۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. دغه درملیز مرکز د پلازمېنې له هغو ملکي سیمو څخه شمېرل کېږي چې د معتادینو د درملنې لپاره فعالیت درلود.

پر یوه درملیز مرکز برید پراخ غبرګونونه پارولي او د ملکي سیمو او روغتیايي تاسیساتو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي. نړیوالو بنسټونو تل ټینګار کړی چې د جګړې پر مهال باید ملکي وګړي او درملیز مرکزونه خوندي وساتل شي.

تر اوسه د برید د څرنګوالي او د ټپیانو د وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي، خو د تلفاتو لوړ شمېر دغه پېښه د کابل له مرګبارو بریدونو څخه یوه ګرځولې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button