د جنوبي پارس د کړکېچ وروسته په اروپا کې د ګازو بیې ۳۰ سلنه لوړې شوې

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په اروپایي بازارونو کې د ګازو بیې له هغې وروسته له ۳۰ سلنې زیاتې شوې دي چې اسراییلو د جنوبي پارس پر تأسیساتو برید وکړ او ایران ورته ځواب ورکړ. دا بدلون د سیمې له زیاتېدونکو تاوتریخوالو سره یو مهال شوی او د انرژۍ بازارونه یې تر اغېز لاندې راوستي دي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د انرژۍ د بازار د سرچینو له قوله لیکلي، دا زیاتوالی په اروپایي د ګازو په بازار کې د وروستیو پام وړ پورته تګونو له ډلې څخه دی. جنوبي پارس د سیمې له مهمو د ګازو د تولید ساحو څخه ګڼل کېږي او هر ډول ګډوډي پکې کولای شي نړیوال بازارونه اغېزمن کړي.
په ورته وخت کې، رویټرز هم راپور ورکړی چې د برېنټ خام تېلو د راتلونکو قراردادونو بیه د هر بیرل لپاره له ۱۱۵ ډالرو اوړي. د تېلو او ګازو د بیو زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته کېږي چې نړیوال بازارونه لا هم د جیوپولیتیکي تحولاتو او د انرژۍ د عرضې د خوندیتوب په اړه اندېښمن پاتې دي.




