په غزني کې د ترافيکي پېښې له کبله د يوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي

د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ په سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د چارشنبې په ورځ، د حوت په ۲۷مه، د سهار له وړاندې د کابل–کندهار پر لويه لاره د «کوټي» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د طالبانو د غزني د امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې پېښه کې يو «فرونر» موټر له يو باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی. د دې ادارې په وینا، وژل شوي کسان څلور ماشومان، يوه ښځه او يو سړی دي.
د ټپیانو په منځ کې یو ماشوم او یو سړی شامل دي، خو د دوی د روغتيايي حالت په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي. د پېښې قربانيان د غزني د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي ګڼل شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د پېښې اصلي لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بلل شوې ده. د کابل–کندهار لويه لاره د افغانستان له هغه مهمو او ډېر ګڼه ګوڼه لرونکو ترانزیتي لارو څخه ده چې هر کال د مرګ ژوبلې د ترافيکي پېښو شاهد وي.




