عبدالسلام حنفي: موږ له نړۍ او ګاونډيو سره د متقابلو اړيکو غوښتونکي يو

مولوي عبدالسلام حنفي، د طالبانو د ادارې د رئيسالوزرا اداري مرستيال، د عيد د لمانځه په خطبه کې په ارګ کې وويل چې دا اداره غواړي له ټولو نړيوالو، سيمهييزو او ګاونډيو هېوادونو سره «ښه او د متقابل درناوي پر بنسټ» اړيکې ولري. نوموړي ټينګار وکړ چې د طالبانو اداره د نورو هېوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي.
حنفي زياته کړه، که پر افغانستان بريد وشي، دفاع او غبرګون يې «شرعي حق» بولي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره له واک ته رسېدو وروسته تر اوسه له ډېرو هېوادونو څخه رسمي پېژندګلوي نه ده ترلاسه کړې او د افغانستان رسمي اړيکې له نړيوالې ټولنې سره محدودې پاتې دي.
د رئيسالوزرا اداري مرستيال همدارنګه وويل، د طالبانو اداره پر سولهييز حل باور لري او ټينګار یې وکړ چې د يووالي او ورورولۍ له لارې د هېواد ابادي ممکنه ده. خو منتقدان څو ځله ويلي چې د ملي يووالي تحقق د ټولو قومونو او سياسي ډلو د ګډون او د اتباعو د اساسي حقونو د رعايت پرته ناشونی دی.
حنفي په خپلې وينا کې له افغان اتباعو، که دننه هېواد کې وي او که بهر، غوښتنه وکړه چې د عيد په ورځو کې له بوو، يتيمانو، مهاجرو او اړمنو کورنيو سره مرسته وکړي. په وروستيو کلونو کې افغانستان له اقتصادي کړکېچ او د فقر د کچې له زياتوالي سره مخ شوی او ډېر اوسېدونکي په بېلابېلو ولايتونو کې له ستونزو سره لاس او ګريوان دي.




