پاکستان: خیبرپښتونخوا کې ۲۳ طالب جنگيساران وژل شوي

د پاکستان پوځ وایي چې د خیبرپښتونخوا ایالت د کرم په ولسوالۍ کې د یوې نظامي عملیات په ترڅ کې د پاکستان تحریک طالبان (TTP) ۲۳ غړي وژل شوي دي.
د پوځ رسمي خبرپاڼه وایي چې دغه نښته د چهارشنبې په ورځ، د لړم پر ۲۸مه هغه مهال پیل شوه کله چې د “خوارجو” په نوم وسلوالو د شتون راپورونه ترلاسه شول او امنیتي ځواکونو یو هدفمند عملیات پيل کړ. د عملیاتو په لومړي پړاو کې د TTP ۱۲ جنگيساران ووژل شول.
همداراز، پوځ ادعا کړې چې په یوه جلا عملیات کې یې ۱۱ نور تړلي وسلوال هم له منځه وړي دي. د پوځ د سرچینو په وینا، د اړوند سیمو د پاکولو عملیات لا هم روان دي.
دا عملیات د “عزم استقامت” په نوم د یوې پراخې ستراتیژۍ برخه بلل کېږي، چې د وسلوالو ډلو له ګواښونو سره د مبارزې په هدف د پاکستان د امنیتي او حکومتي ادارو لخوا پرمخ وړل کېږي. همداراز، دا هڅې د “له پولې بهر تمویلېدونکي تروریزم” د پای ته رسولو لپاره کېږي.
تحریک طالبان پاکستان یوه تندلاره یاغي ډله ده چې په وروستیو کلونو کې یې د پاکستان دننه پر ملکي او نظامي هدفونو ګڼ بریدونه ترسره کړي دي. د پاکستان حکومت دغه ډله د هېواد د کورني امنیت لپاره یو جدي ګواښ بولي.
ځینې سیمهییز شنونکي د دې ډلې او د افغانستان د طالب چارواکو ترمنځ د احتمالي اړیکو په اړه اندېښنه لري، چې دا مساله د افغانستان ختیځو سیمو او د دواړو هیوادونو پر پوله د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
له بلې خوا د طالبانو د ادارې له لوري د پولهپارو وسلوالو ډلو په وړاندې مبهم او ځینې وخت تـسامحي دریځ د طالبانو د سیمې له تروریزم سره د مبارزې پر ژمنتیا مهمې پوښتنې راپورته کړي دي؛ په تېره بیا چې پاکستان څو ځله افغان خاوره د TTP د غړو د پټنځای په توګه یاده کړې ده.




