اقتصادمهم خبرونه

له غزني څخه د ۱۳ زره ټنه وچو مېوو صادرات؛ تاجران د نشتون زیربناوو شکایت کوي

د غزني ولایت د صنعت او تجارت ریاست په سوېلي زون کې اعلان کړی چې په روان لمریز کال کې شاوخوا ۱۳ زره ټنه وڅې مېوې له دې ولایت څخه بهرنیو بازارونو ته صادرې شوې دي. دغه صادرات تاجکستان، ترکیې، هند، ایران، د امریکا متحدو ایالتونو او یو شمېر عربي هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

د دې ریاست د صادراتو د پراختیا مدیر احمدشاه لالي ویلي چې صادر شوي توکي بادام، ممیز او زردالو دي، او د لوړې کچې کیفیت له امله د غزني محصولات په نړیوالو بازارونو کې ښه ځای لري. د هغه په وینا، دغه صادراتي بهیر د سوداګرو لپاره میلیونه ډالره عاید پیدا کړی، خو د ګمرک د نشتوالي له امله د عایداتو دقیق رقم څرګند نه دی، او ډېری صادرات د بازرګارانو له لوري په مستقیم ډول اداره کېږي.

غزني د وچو مېوو د لوړ کیفیت له پلوه له پېژندل شوو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، او محصولات یې نه یوازې په کورنیو، بلکې په بهرنیو بازارونو کې هم پېرودونکي لري. خو یو شمېر تاجران وايي چې د اړتیا وړ زیربناوو له نشتوالي سره د صادراتو زیاتوالی دوامدار نه شي کېدای.

یو د وچو مېوو سوداګر وایي چې د معیاري بسته‌بندۍ نشتوالی او د ترانسپورټي سیستم کمزورتیا لامل کېږي چې محصولات په مناسب وضعیت نړیوالو بازارونو ته ونه رسېږي. هغه ټینګار کوي که اړینې آسانتیاوې برابرې نه شي، د دې ولایت د تولیدوونکو او سوداګرو اصلي ظرفیت به محدود پاتې شي.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د سوداګرۍ د برخې د لا ډېرو ملاتړونو خبره کوي، تاجران باور لري چې بې له بنسټیزو زیربناوو، د ګمرک فعالولو او د صادراتو د معیاري جوړښتونو له رامنځته کولو پرته به د غزني اقتصادي وده دوامداره نه وي. د هغوی په اند، د دغو اسانتیاوو برابرول د طالبانو د ادارې مسؤلیت دی، او تر څو دغه ستونزې ونه حل شي، د دې ولایت د اقتصاد یوه لویه برخه به لاهم له کاره پاتې وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button