یونیسف: د افغان ماشومانو راتلونکی د خوارځواکۍ او فقر له ګواښ سره مخ دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی تاجالدین اویوالی وايي چې د فقر پراخېدا، دوامداره شخړې او اقلیمي بحران د افغان ماشومانو ژوند او راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
اویوالی دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) د ماشوم د نړیوالې ورځې په مناسبت، پر خپله رسمي ایکس (پخوانی ټویټر) پاڼه خپرې کړې.
هغه وویل چې د ماشومانو د اساسي خدماتو د بودیجې کمښت له مهمو عواملو څخه دی چې د هغوی له اساسي حقونو او فرصتونو محروم پاتې کېدو لامل شوی دی، او پر دې یې ټینګار وکړ چې د ماشومانو د ملاتړ خدمات باید ژر تقویه شي.
نوموړي دې ته هم اشاره وکړه چې د ماشومانو حقونه باید یوازې په شعارونو پورې محدود نه وي، بلکې دا یو ژوندی تعهد دی چې نړیوالې ټولنې باید له اغېزمنو کړنو او مؤثرو پانګونو سره یې ملاتړ وکړي.
تر دې وړاندې هم اویوالی خبرداری ورکړی و چې میلیونونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي. د هغه په وینا، شاوخوا ۳.۵ میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي او یو میلیون نور ماشومان دومره ضعیف شوي چې روغتیا یې په مستقیم ډول له ګواښ سره مخ ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره د هېواد په مدیریت کې پاتې راغلې، او د بشري وضعیت بدتر شوی. له همدې امله، نړیوالې غوښتنې هم زیاتې شوې دي چې د افغان ماشومانو حالت ته ژر رسېدنه وشي. خو د طالبانو د محدودوونکو سیاستونو او بېبرنامګۍ له امله مرسته کوونکي بنسټونه نهشي کولای په مؤثر ډول د ماشومانو اړتیاوو ته ځواب ووايي.




