امنیت او پېښېمهم خبرونه

پاکستان له خپلې خاورې څخه د کنړ پر ولسوالیو ۷۲ هاوان مرمۍ وویشتلې

د کنړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې د پاکستان پوځ د دې ولایت پر پولو څو لسګونه توپي مرمۍ ویشتلي دي. د یاد ریاست په وینا، ۳۵ مرمۍ د ناري ولسوالۍ د دوکلام، باریکوت او سونګلای سیمو ته لګېدلې او ۳۷ نورې مرمۍ د منوګي ولسوالۍ پر بېلابېلو برخو ښخې شوې دي.

ضیاءالرحمان سپین‌غر، د کنړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، ویلي چې تر اوسه د دغو بریدونو له امله د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ترلاسه شوی، خو د سیمې اوسېدونکي د روان وضعیت په دوام اندېښنه ښيي.

د نوموړي په خبره، د ناري ولسوالۍ ګول‌باران لا هم روان دی او د پاکستان پوځ هغه کسان په نښه کوي چې خپلو کورونو ته د بېرته ستنېدو هڅه کوي.

کنړ د افغانستان له ختیځو ولایتونو څخه دی چې تل د پاکستان سره د پولو د شخړو شاهد پاتې شوی دی. د دې ډول پېښو دوام یو ځل بیا د سرحدي سیمو د اوسېدونکو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي او تمه کېږي چې د طالبانو اداره به د ملکي وګړو د ساتنې او د ورته بریدونو د تکرار د مخنیوي لپاره عملي او ځواب ویونکي ګامونه پورته کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button