مهم خبرونهنړیوال

ګوترش د پاکستان هوايي برید په کابل کې سخت غندلی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د پاکستان هوايي برید، چې د کابل په يو د معتادينو د درملنې پر مرکز شوی، سخت غندلی او د غیرنظاميانو د وژل کېدو او ټپي کېدو له امله يې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه غوښتنه کړې چې په دې اړه يو خپلواک او بې‌طرفه تحقيقات ترسره شي.

د ملګرو ملتونو وياند فرحان حق د چهارشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کې وويل چې دغه برید د مارچ په ۱۶مه نېټه شوی او د راپورونو له مخې له امله يې ملکي تلفات رامنځته شوي دي. د ده په وينا، د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه پېښه په کلکه غندي.

ګوټرش ټینګار کړی چې د نړيوالو بشردوستانه قوانينو له مخې، ناروغان، روغتيايي کارکوونکي او درملنیز مرکزونه بايد په هر حالت کې خوندي پاتې شي او درناوی يې وشي. پر دغسې ځایونو برید يو جدي سرغړونه ګڼل کېږي.

ورته مهال تمه کېږي چې د طالبانو اداره، چې د کابل واکمنه اداره ده، د دې برید د څرنګوالي او د تلفاتونو د شمير په اړه وضاحت وړاندې کړي او د يو شفاف تحقيق زمينه برابره کړي. نړيوالو بنسټونو تل ټينګار کړی چې په هر ډول شخړو کې بايد د ملکي وګړو خوندیتوب او حساب‌ورکونه ترسره شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button