سياستمهم خبرونه

پاکستان له طالبانو سره خبرې د تحریک طالبان پاکستان د غړو د سپارلو سره تړلې دي

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې اسلام‌اباد د طالبانو له ادارې سره د خبرو اترو لپاره چمتو دی، خو دا به یوازې هغه وخت پیل شي چې د «تحریک طالبان پاکستان» غړي دغه هېواد ته وسپارل شي او د افغانستان دننه د يادو ترهګريزو مرکزونو ادعا شوي ځایونه له منځه یووړل شي.

د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چودري، د چهارشنبې په ورځ له جیو نیوز سره په مرکه کې وویل چې پاکستان د خبرو اترو لپاره چمتووالی لري، خو مخکینی شرط یې «د ترهګرانو سپارل» دي. هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو اداره باید پرېکړه وکړي چې «د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ ورته مهم دی که د پاکستان اړیکې»، او «ترهګري غوره کوي او که سوله».

د پاکستان د پوځ ویاند پر دې هم ادعا وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان اړوند کسان په افغانستان کې پناه لري او آن ځینې یې د دولتي ودانیو دننه هم حضور لري. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د دواړو لورو ترمنځ د وروستیو میاشتو په جریان کې امنیتي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

اسلام‌اباد له طالبانو غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان تړلي مرکزونه د افغانستان دننه له منځه یوسي او هغه کسان چې د پاکستان له لوري تعقیبیږي، اسلام‌اباد ته وسپاري. د طالبانو اداره تر اوسه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې مخکې یې څو ځله رد کړې چې له افغانستانه د نورو هېوادونو پر ضد وسله‌وال فعالیتونه ترسره کیږي.

سره له دې، د سرحدي سیمو دوامدار بریدونه او د دواړو خواوو ترمنځ د بې‌اعتمادي زیاتېدل دا پوښتنې راپورته کړي چې ایا د طالبانو اداره د افغانستان دننه د وسله‌والو ډلو د کنترول توان او اراده لري او که نه. دا موضوع ښايي د دواړو هېوادونو پر سیاسي او امنیتي اړیکو اغېز وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button