امنیت او پېښېمهم خبرونه

پاکستان وايي طالبان له معتاد کسانو د ځانمرګي بریدونو لپاره کار اخلي

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي، د دې هېواد ځواکونو په کابل کې د طالبانو اړوند د مهماتو یوه زېرمه او بې‌پيلوټه الوتکې په نښه کړې دي. ده ټینګار وکړ چې په دغه برید کې پوځي تاسیسات هدف ګرځېدلي او هغه راپورونه چې د ملکي تلفاتو یادونه کوي «ناسم» دي.

چودري د چهارشنبې په ورځ له «جیو نیوز» تلویزیون سره په خبرو کې ادعا وکړه چې ډېری طالب جنګیالي نظامي کالي نه اغوندي او د مخدره موادو له روږدو کسانو څخه د ځانمرګي بریدونو لپاره کار اخلي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د طالبانو اداره تر اوسه په رسمي ډول دغو ادعاوو ته ځواب نه دی ویلی.

د پاکستان د پوځ ویاند همدارنګه ادعا وکړه چې طالبان د پاکستان پر ضد بریدونو کې د هند جوړې بې‌پيلوټه الوتکې کاروي. دا ادعا د دواړو لورو ترمنځ د امنیتي ترینګلتیاوو په دوام کې شوې ده.

نوموړي د کابل پر هغه وروستي برید هم خبرې وکړې چې د ځايي سرچینو په وینا د روږدو کسانو درملنه‌ځای و. ده وویل چې د برید وروسته د چاودنو شدت ښيي چې په دغه ځای کې د وسلو لویه زېرمه موجوده وه. خو د شفافیت نشتوالی او د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته د خپلواکو رسنیو محدود لاسرسی، د دغو ادعاوو خپلواکه ارزونه ستونزمنه کړې ده.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او د طالبانو د ادارې ترمنځ امنیتي ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي او دواړه خواوې یو بل د وسلوالو ډلو په ملاتړ او پناه ورکولو تورنوي؛ یوه موضوع چې د سیمې د لا زیاتې بې‌ثباتۍ اندېښنې راولاړې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button