امنیت او پېښېمهم خبرونه

پاکستان: د طالبانو لخوا د روږدو کسانو کارول د انتحاري بریدونو لپاره

د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي، د دغه هېواد ځواکونو په یوه برید کې د طالبانو اړوند د وسلو زېرمتون او بې‌پیلوټه الوتکې په کابل کې په نښه کړي دي. نوموړي ټینګار وکړ چې په دې برید کې یوازې پوځي تاسیسات هدف ګرځېدلي او د ملکي تلفاتو راپورونه «ناسم» دي.

چودري د شورو (چهارشنبې) په ورځ له «جیو نیوز» تلویزیون سره په مرکه کې ادعا وکړه چې ډېری د طالبانو جنګیالي پوځي یونیفورم نه اغوندي او له نشه‌يي توکو روږدو کسانو څخه د انتحاري بریدونو لپاره استفاده کوي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د طالبانو اداره تر اوسه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

د پاکستان د پوځ ویاند همدارنګه ادعا وکړه چې طالبان د پاکستان پر ضد بریدونو کې د هند جوړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي. دا ادعا د دواړو لوریو ترمنځ د امنیتي تاوتریخوالي د زیاتېدو په لړ کې شوې ده.

نوموړي د کابل په هغه وروستي برید هم اشاره وکړه چې د ځايي سرچینو په وینا د روږدو کسانو د درملنې په یوه ځای کې شوی و. ده وویل، د برید وروسته د چاودنو شدت څرګندوي چې په دغه ځای کې د وسلو یو لوی زېرمتون موجود و. خو د طالبانو تر ادارې لاندې سیمو کې د رسنیو د محدود لاسرسي او شفافیت نشتوالي له امله د دغو ادعاوو خپلواک تایید ستونزمن شوی دی.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او د طالبانو د ادارې ترمنځ امنیتي تاوتریخوالی زیات شوی، او دواړه خواوې یو بل د وسلوالو ډلو په پناه ورکولو او ملاتړ تورنوي، چې دا وضعیت د سیمې د بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button