حقاني: له پاکستان سره د مقابلې توان لرو، خو نه غواړو وضعيت خراب شي

سراجالدين حقاني، د طالبانو د ادارې د کورنيو چارو وزير، د هغو معتادانو د جنازې په مراسمو کې وويل چې د پاکستان د هوايي بريد قربانيان دي، چې ددې ادارې ځواکمنوالی کم نه دی او له پاکستان سره د مقابلې وړتيا لري، خو نه غواړي وضعيت له دې هم کړکېچن شي.
حقاني چې دغه خبرې يې د چهارشنبې په ورځ وکړې، د پاکستان بريد د کابل پر ملکي سيمو «د شرم وړ» وباله او له بشردوستانه سازمانونو څخه يې د پېښې د پلټنې غوښتنه وکړه. د ده په وينا، د دې پېښې ځواب به «په پوره تدبير» ورکړل شي.
حقاني همدارنګه له د پاکستان له ولس او عالمانو وغوښتل چې هغه کړنې ودروي چې د ده په وينا د افغانستان ملکي وګړي په نښه کوي. هغه ټينګار وکړ چې د غچ اخيستنې احساسات بايد د پرېکړو پر پروسه برلاسي نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې پر يوه درملیز مرکز بريد د پلازمېنې د ملکي وګړو د خونديتوب په تړاو جدي اندېښنې زياتې کړې دي. منتقدان وايي، د طالبانو اداره د اوسېدونکو د امنيت او د ملکي ودانيو د ساتنې اصلي مسووليت لري او د داسې پېښو دوام د امنيتي تدابيرو د اغېزمنتيا په اړه پوښتنې راولاړوي.




