په پاریس کې د افغانستان د ښځو او د طالبانو پر ضد د مقاومت د ملاتړ غونډه وشوه

علي میثم نظري، د ملي مقاومت جبهې د بهرنيو اړيکو مسؤول، ويلي چې په پاریس کې د افغانستان د ښځو د وضعیت او د طالبانو د ادارې پر وړاندې د مقاومت د ملاتړ د لارو چارو په اړه یوه غونډه جوړه شوه. د نوموړي په وينا، دا غونډه د دوشنبې په ورځ د حوت په ۲۵مه د فرانسوي چارواکو، د مدني ټولنې د استازو او د افغان ډیاسپورا د غړو په ګډون ترسره شوه، او احمد مسعود، د ملي مقاومت جبهې مشر، پکې وینا وکړه.
نظري زياته کړې چې دا برنامه په دوو بېلو بحثونو کې ترسره شوې ده. په لومړۍ برخه کې ګډونوالو د افغانستان د ښځو وضعیت او هغه محدوديتونه وڅېړل چې د طالبانو له بېرته راتګ وروسته د ښځو پر زدهکړې، کار او ټولنیز حضور باندې لګېدلي دي. په دويم پنل کې بيا د طالبانو د ادارې پر وړاندې د وسلهوال، سیاسي او مدني مقاومت د لارو چارو په اړه بحث وشو.
د ملي مقاومت جبهې د بهرنيو اړيکو مسوول د چهارشنبې په ورځ په ټولنیز شبکه ایکس کې په يوه لیکنه کې ویلي چې په دې غونډه کې پر «مقاومت او د هېواد پر راتلونکي» ځانګړی ټینګار شوی دی. هغه د دې خبرو اترو د عملي پایلو په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
احمد مسعود، چې له څلورو کلونو راهیسې د طالبانو پر ضد د پوځي مخالفت مشري کوي، څو ځله په نړيوالو غونډو کې د طالبانو د پوځي ماتې پر اړتیا ټينګار کړی دی. هغه مخکې هم په اروپایي هېوادونو کې په پروګرامونو کې ويلي وو چې د طالبانو د ادارې پر ضد مبارزه ته به دوام ورکوي.
د ملي مقاومت جبهې تر دې وړاندې ويلي چې د طالبانو پر ځواکونو يې ځینې پارکې حملې کړې او د دې ډلې د غړو د وژل کېدو ادعا یې کړې ده. د طالبانو اداره تر اوسه د پاریس د دې غونډې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.




