د اختر د نیټې اختلاف؛ عربستان جمعه او طالبان پنجشنبه د کوچني اختر ورځ اعلان کړه

د طالبانو د ادارې لوړې محکمې اعلان کړی چې د پنجشنبې ورځ، د حوت ۲۸مه، د شوال د میاشتې له لومړۍ ورځې سره برابره ده او د کوچني اختر ورځ ده. دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان جمعه، د حوت ۲۹مه، د اختر ورځ اعلان کړې او ایران بیا د شنبې ورځ د اختر په توګه ټاکلې ده.
لوړې محکمې د یوې اعلامیې په خپرولو کې ویلي چې د هلمند، فراه او غور په ولایتونو کې ‘ډېرو خلکو’ د شوال میاشتې سپوږمۍ لیدلې او د شرعي محکمو شاهدۍ یې وړاندې کړي دي. د محکمې په وینا، دا شاهدۍ له شرعي پلوه تصدیق شوې او له همدې امله د پنجشنبې ورځ د اختر ورځ اعلان شوې ده.
دا پرېکړه پر داسې مهال شوې چې سعودي عربستان اعلان کړی، د شوال میاشتې سپوږمۍ په هېڅ سیمه کې نه ده لیدل شوې، نو له امله یې پنجشنبه د روژې دېرشم او جمعه د شوال لومړۍ ورځ وګڼل شوه. ایران هم شنبې ته د اختر ورځ ټاکلې ده.
د طالبانو ادارې له وړاندې له خلکو غوښتنه کړې وه چې که د شوال میاشتې سپوږمۍ وویني، راپور ورکړي، خو تر د لوړې محکمې تر رسمي اعلام پورې یې د اختر د دقیقې ورځې په اړه وضاحت نه و ورکړی. د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اختر د اعلان په نېټه اختلاف هر کال تکراریږي، خو د افغانستان دننه د بېلابېلو اعلامونو خپرېدل کولی شي د ځینو خلکو لپاره د اختر د مراسمو په ترسره کولو او د پروګرامونو په تنظیم کې ګډوډي رامنځته کړي.




