مهم خبرونهنړیوال

د ايران د احتمالي هرمز تنګي پلان په اړه د اته هيوادونو اړيکې له تهران سره

د «سي‌ان‌ان» شبکې د يوې امنيتي سرچينې له قوله راپور ورکړی چې له تېرې اوونۍ وروسته، کله چې د ايران د يو احتمالي طرحې په اړه راپور خپور شو چې د هرمز تنګي د کښتیو د تېرېدو څرنګوالی څېړي، اته له سيمې بهر هېوادونه له تهران سره په تماس کې شوي دي. د دغه راپور له مخې، ياد تماسونه د ممکنه ترتيباتو په اړه د خبرو اترو لپاره ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په يادې طرحې کې يو انتخاب دا دی چې يوازې هغه هېوادونه به وکولای شي له هرمز تنګي څخه تېر شي، چې د خپلو نفتي راکړو ورکړو لپاره د چين «يوان» پيسې کاروي. «سي‌ان‌ان» تر دې وړاندې هم راپور ورکړی و چې دا موضوع لا هم د ارزونې په پړاو کې ده.

دغه امنيتي سرچينه زياته کړې چې وروستي تماسونه دا څرګندوي چې تهران د تنګي د احتمالي بندېدو له سناريو سربېره، د دې ستراتېژيکو دهلېز راتلونکې د مديريت لپاره هم بېلابېلې طرحې تر غور لاندې لري. سره له دې، د دې ترتيباتو او د ښکېلو هېوادونو په اړه نوره مفصله بڼه نه ده خپره شوې.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو انرژي‌يي لارو څخه شمېرل کېږي، چې د فارس خليج د ازادو اوبو سره نښلوي، او د دې وضعیت کې هر ډول بدلون کولای شي په سيمه‌ييز او نړيوال کچ پراخ اقتصادي او سياسي اغېزونه ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button