ټرمپ د رسنيو جوازونو د لغوه کولو ګواښ وکړ

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې جګړې د درېيمې اوونۍ په مهال د دغه هېواد کورنيو رسنيو ته خبرداری ورکړی چې که د جګړې د بهير منفي راپورونه خپاره کړي، له اقدامونو سره به مخ شي چې پکې د جواز لغوه کول هم شامل دي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د جګړې د مديريت په اړه نيوکې زياتې شوې دي.
د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، د عامو خلکو فشار او د ځينو شبکو او ورځپاڼو انتقادي پوښښ د ولسمشر تند غبرګون راوپاروه. ټرمپ له رسنيو غوښتي چې يوازې «مثبت» راپورونه د جګړې په اړه خپاره کړي.
منتقدان وايي دا ډول دريځ د بيان له آزادۍ او د رسنيو له خپلواکۍ سره، چې د امريکايي سياسي نظام بنسټونه ګڼل کېږي، په ټکر کې دی. په امريکا کې رسنۍ د حکومت د کړنو د څار او د اتباعو د خبرولو مهم رول لري.
دا پرمختګونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې جګړه درېيمې اوونۍ ته داخلېږي او د هغې د لاسته راوړنو او ننګونو په اړه بحثونه لا هم د امريکا دننه دوام لري.




