ایران د سپاه له لوري د «وعده صادق ۴» ۶۲م پړاو د عملیاتو بشپړېدل اعلان کړل

د ایران د سپاه پاسداران عامه اړیکو څانګې اعلان کړی چې د «وعده صادق ۴» په نوم د عملیاتو دوه شپېتمه څپه په تېرو څو ساعتونو کې ترسره او بشپړه شوې ده. په دې اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د بېلابېلو توغندیو په وسیله، لکه «قدر»، «خیبرشکن»، «عماد» او «حاج قاسم» ترسره شوي او ټاکل شوي اهداف یې ویشتي دي.
د اعلامیې له مخې، په دې پړاو کې د عکا، حیفا، تلابیب او بئرالسبع په ښارونو کې ځینې مرکزونه په نښه شوي دي. د سپاه عامه اړیکو ادعا کړې چې دا بریدونه وروسته له هغې ترسره شوي چې د اسرائیلو د دفاع سیستمونه له کاره لوېدلي وو او دا بریدونه پرته له دې چې د خطر زنګونه فعال شي، پر هدف ناست شوي دي. تر اوسه د اسرائیلو چارواکو د دې ادعا په اړه هېڅ تفصیلي غبرګون نهدی ښودلی.
په بلې برخې کې ویل شوي چې د سیمهییزو امریکايي ځواکونو څو اډې هم د توغندیو او ډرون بریدونو هدف ګرځېدلي دي، چې پکې د عليالسالم، ویکتوریا، الخرج، العدید، العديـري، الظفره، الازرق، سمندري پنځم بېړۍ بیړۍ او عریفجان اډې شاملې دي. سپاه ویلي دا درېیم ځل دی چې دا اډې پرلهپسې په نښه کېږي.
د سپاه عامه اړیکو څانګې همدارنګه د ایران دننه د عامه مراسمو یادونه کړې او د خلکو حضور یې د روانو معادلو پر بهیر اغېزناک بللی دی. تر دې دمه د دغو بریدونو د احتمالي تلفاتو او زیانونو په تړاو له خپلواکو سرچینو رسمي جزئیات نهدي خپاره شوي.




