امنیت او پېښې

په غلام‌خان کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښته کې پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي

سيمه‌ييزو سرچينو خبر ورکړی چې د افغان طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ د شمالي وزيرستان په غلام‌خان سرحدي بندر کې په نښته کې لږ تر لږه پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د سرچينو په وينا، جګړه هغه مهال پيل شوه چې طالبانو پورې تړلو کسانو د پاکستاني ځواکونو پر پوسته بريد وکړ. دا پېښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په يوه حساسې پوله کې رامنځته شوې ده؛ هغه سيمه چې په وروستيو کلونو کې هم ورته نښتې پکې شوې دي.

تر اوسه د طالبانو د تلفاتو په اړه کره شمېر نه دی خپور شوی او رسمي سرچينو هم تر اوسه نور جزئيات نه دي ورکړي.

غلام‌خان بندر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګريزو لېږدونو له مهمو لارو څخه بلل کېږي. د دې ډول نښتو دوام کولای شي د دواړو هېوادونو پر امنيتي وضعيت او پولي اړيکو اغېز ولري، هغه موضوع چې د سيمې اوسېدونکي او امنيتي کارپوهان يې اندېښمن کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button