په درې ولایتونو کې له شپېتو ټنه ډېر درمل او خوړنی توکي وسوځول شول

د طالبانو د ادارې چارواکو په نیمروز، سمنګان او ارزګان ولایتونو کې ویلي چې له شپېتو ټنه ډېر درمل، خوړنی توکي او یو شمېر نور توکي یې د قاچاق یا ټیټې کیفیته له امله سوځولي دي. دا چاره د سهشنبې په ورځ، د حوت ۲۶مه، ترسره شوې ده.
عبدالغفار محمود، د نیمروز د ګمرک رییس، ویلي چې څلوېښت ټنه درمل او خوړنی توکي چې د ده په وینا په قاچاقي ډول له پاکستان راوړل شوي وو، له کشف وروسته په اووهلسو موټرو کې ضبط او وروسته وسوځول شول. هغه زیاته کړې چې دغه موټرونه هم د چارواکو لهخوا درول شوي دي.
په سمنګان کې هم د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس احمد خادم ویلي چې شل ټنه بېکیفیته او د تېرو نیټو خوړنی توکي سوځول شوي دي. د هغه په وینا، دا مواد د ایبک ښار له بېلابېلو سیمو راټول شوي وو.
په همدې وخت کې د طالبانو د ادارې د ارزګان امنیه قوماندانۍ اعلان کړی چې له دوو ټنه او ۸۲۲ کیلوګرامه زیات اومان، چرس، شیشه، نوشابه، مالګه او چونه، د ۳۶۰ لیټره ډېزل او ۷۰ لیټره اسید سره یوځای چې په قاچاقي ډول دې ولایت ته راوړل شوي وو، له منځه یووړل شول.
سره له دې چې یاد شمېرې اعلان شوې دي، د طالبانو اداره د کیفیت د ارزونې، د بازار د څارنې د بهیر او د دې ډول پېښو د تکرار د مخنیوي په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي. د چارو شنونکو څو وارې ټینګار کړی چې د روڼ او منظمو څارنیزو میکانیزمونو نشتوالی د قاچاق او ټیټې کیفیته موادو د پلور پراختیا ته په یو شمېر ولایتونو کې لاره هواروي.




