په ۲۵ ولایتونو کې د واورې او باران وړاندوینه شوې ده

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست اعلان کړی چې د سهشنبې په ورځ (۲۶ حوت) به د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې واوره او باران ورېږي. د دې وړاندوینې له مخې، د واورې اندازه له ۱۰ تر ۳۰ سانتيمټرو او د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۰ میلیمټرو اټکل شوې ده.
په دې وړاندوینه کې د فراه، هرات، بادغیس، غور، فاریاب، سرپل، بامیان، ارزګان، کندهار، زابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، کابل، ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونه شامل دي.
دغه راز، دغه ریاست ویلي چې د هېواد د لوېديځو سیمو په ځینو برخو کې به باد د ۵۰ تر ۷۵ کیلومتره په ساعت چټکتیا سره لګېږي. د دې ادارې په وینا، په تودو سیمو کې د سیلابونو د راوتلو احتمال هم شته.
په وروستیو کلونو کې د شدیدو بارانونو او ناڅاپي سیلابونو له امله په یو شمېر ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي؛ له همدې امله، پر وخت معلومات او د اړوندو ادارو چمتووالی د طبیعي پېښو د مدیریت لپاره ځانګړې اهمیت لري.




