متقي د طالبانو له سفيرانو وغوښتل د پاکستان هوايي بريدونه تعقيب کړي

د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، اميرخان متقي له خپلو سفيرانو څخه غوښتي چې د پاکستان د هوايي بريدونو موضوع له نړيوالو سازمانونو سره شريکه کړي. د دې وزارت په وينا، دغه غوښتنه وروسته له هغه شوې چې پاکستان په کابل کې پر يو د نشه يي توکو د درملنې مرکز هوايي بريد وکړ.
د چهارشنبې په ورځ (د حوت ۲۷مه) خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې متقي له سفيرانو سره په يوه ويډيويي غونډه کې د دې پېښې پر اړخونو خبرې کړې دي. هغه دغه بريد «د نړيوالو اصولو ښکاره نقض» بللی او غوښتنه يې کړې چې دا موضوع په نړيوالو غونډو کې منعکسه شي.
د طالبانو اداره ادعا کوي چې د دغه بريد په پايله کې شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي دي، خو تر اوسه د تلفاتو د دقيق شمېر په اړه خپلواکې او باوري جزئيات نه دي خپاره شوي او بېطرفه بنسټونو هم دا شمېر نه دی تأييد کړی.
په عين وخت کې، يو شمېر د ملګرو ملتونو اړوند ادارو د دې پېښې د خپلواک او روڼ تحقيق غوښتنه کړې ده. دا غوښتنې په داسې حال کې کېږي چې د رسنيو او څارونکو بنسټونو لاسرسی د هېواد دننه د دقيقو معلوماتو ترلاسه کولو ته له محدوديتونو سره مخ دی؛ هغه موضوع چې د بشري حقونو بنسټونو څو ځل پرې نيوکې کړې دي.




